۰
امریکا:

د افغانانو مرستې ته دوام ورکوو خو دوی د هم له فرصته ګټه واخلي

چهارشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۴
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي امریکا له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي، خو په وینا یې دوی هم باید له په لاس ورغلي فرصت څخه ګټه واخلي.
د افغانانو مرستې ته دوام ورکوو خو دوی د هم له فرصته ګټه واخلي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي امریکا له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي، خو په وینا یې دوی هم باید له په لاس ورغلي فرصت څخه ګټه واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غوايي ۲۰ مه په واشنګټن کې د «افغان-امریکايي بنسټ» له لوري یوې غونډې ته چې حضوري او انلاین میلمانه ورته بلل شوي وو، خبرې کولې وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو په لومړي سر کې د ښځو د حقونو او تعلیم برخې ته اشاره وکړه ویې ویلو چې افغان دیني عالمانو او نورو د خپلو خویند او لوڼو د حقونو لپاره غږ اوچت کړی.

ده، زیاته کړه، د طالبانو پرېکړې چې د تعلیم، کار، سیاست او نورو برخو کې د افغان ښځو مشارکت محدودوي غندي.

تام ویست وویل د یو دپلومات په توګه یې دا دنده ده چې له طالبانو سره تعامل ولري.

دی وايي، طالبان یې نه خوښېږي خو دا د امریکا او افغانانو په ګټه ده چې له طالبانو سره د دپلوماسۍ له لارې تعامل وشي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې امریکا له افغانانو سره مرستو ته ژمنه ده او په خبره یې نباید د طالبانو له کبله میلیونونه افغانان زیانمن شي.

ټام وېسټ زیاته کړې، چې په قطر کې هم د امریکا یوه ډله شته چې د طالبانو له یو مشر سهیل شاهین سره په روانو مسائیلو خبرې کوي.

د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د راتلونکې په اړه دوه فرضیې وړاندې کړې، یوه دا چې یا به دا هېواد تر اوسني وضعیت ښه وي او یو ټول ګډونه نظام به ولري او یا دا چې که طالبان له په لاس ورغلي فرصته پوره ګټه وانخلي، نو ښايي دغه هېواد کې بیا کورنۍ جګړې پیل شي.

بل خوا وېسټ دا هم زیاته کړه، چې دوی هڅه کوي د افغانستان مالي او اقتصادي سیتسم بېرته په خپلو پښو ودرېږي او د دې کار لپاره دوی له افغانانو سره مرستې کوي.

د افغانستان د شاوخوا نهو میلیون ګنګل شویو شتمنیو په اړه یې وویل چې نیمايي يې په نیویارک کې دي چې د محکمې له پرېکړې وروسته به یې برخلیک څرګند شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي