د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

د افغان ښځو د حقونو نقض د دغه هېواد د سولې او ثبات په زیان دی

24 ثور 1401 ساعت 9:18

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندو دروازو تر شاه افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه خبره کړې او په دې برخه کې یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندو دروازو تر شاه افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه خبره کړې او په دې برخه کې یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه د ناروې د دایمي استازولۍ له خوا رابلل شوې وه او په کې یې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت په وروستیو اقداماتو او محدویتونو اندېښنه وښوده.

تر غونډې وروسته دوی په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ښځو او نجونو د حقنونو نقض او پر هغوی محدویتونه د افغانستان د سولې او ثبات په زیان دي.

په اعلامیه کې ادعا شوې«له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، د ښځو او نجونو زیات حقوق چې د دوی په ژوند کې زیات اهمیت لري له منځه تللي دي. لکه زده کړې، کار، روغتیايي اسانتیاو ته لاس رسئ او ازادانه تګ راتګ، د دې پایلې په عمومي ژوند کې د ښځو څنډې ته کول دي.»

دوی خبرداری ورکړی، چې دغه محدودیتونه به له ناوړه اقتصادي او بشري بحران سره د مبارزې لپاره د افغانستان توانايي محدوده کړي کوم چې بیا د افراطیت او تاوتریخوالي لامل کېدایشي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازولۍ ویلي چې دوی به په دې اړه خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي او هم به د امنیت شورا له غړو هېوادونو سره پر افغان مېرمنو د محدودیتونو لیري کېدو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې همدارنګه ټینګار شوی چې پر افغان مېرمنو محدودیتونه باید د نړیوالې ټولنې لخوا په کلکه وغندل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150465

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com