سرپل کې به ډېر ژر د تېلو د را ایستلو چارې پیل شي

24 ثور 1401 ساعت 9:21

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د سرپل ولایت د قشقري څاه د تېلو د تصفیې چارې به په نژدې راتلونکي کې پیل شي.


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د سرپل ولایت د قشقري څاه د تېلو د تصفیې چارې به په نژدې راتلونکي کې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عصمت الله برهان ویلي، د تېلو د تصفیې چارې د یوه خصوصي شرکت له خوا چې د دې څاه د زېرمې قرارداد په یوه مزایده کې ترلاسه کړی و پیل شي.

د هغه په وینا په دې مزایده کې چې ۵ ورځې مخکې ترسره شوه د نارت نوبل انرژۍ په نوم د اومو تېلو د تصفیې افغاني شرکت ګټونکی اعلان شو، او په ډېرو نژدې ورځو کې به دا شرکت د تصفیې چارې جاري وساتي.

نوموړي زیاته کړې، له دې څاه څخه د ورځې شاوخوا لس زره ټنه اومه تېل ترلاسه کېږي او په مزایده کې یې د یو ټن بیه ۶۳۱ ډالره ټاکل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150466

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150466/

جمهور
  https://www.jomhornews.com