د روسې او تاجکستان ولسمشران پر افغانستان غږېدلي

24 ثور 1401 ساعت 9:27

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي رسنۍ وايي، پوتین او امام علي رحمان دغه راز د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله کې د وروستیو پرمختګونو په اړه هم بحث کړی دی.

د دغه خبرو نور جزیات نه دي رسنیز شوي.

پوتین او رحمان پر داسې مهال خبرې کوي، چې د تېرې شنبې په ورځ د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه د تاجکستان په خاوره کې پر ناڅرګندو اهدافو اوه توغندي ولګېدل.

د دې برید مسوولیت داعش ومانه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com