د قطر او ایران مشرانو پر افغانستان خبرې کړې دي

24 ثور 1401 ساعت 10:10

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.


د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر امیر آل ثاني په یوه رسمي سفر ایران ته تللی او هلته یې له ابراهیم رییسي سره کتلي دي.

راپورونه وايي، دوی په ګډ خبري کنفرانس کې د ګڼو دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.

سرچینې زیاتوي، آل ثاني او رییسي په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی دی.

د ایران ولسمشر ویلي، افغانستان په یوه حساس موقعیت کې دی او د یوه داسې حکومت جوړېدو ته پکې اړتیا ده چې وکړی شي ټول قومونه او اقلیتونه راټول کړي او تر یوه واحد چت لاندې یې راولي.

بل خوا د قطر امیر هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه پراخ حکومت ملاتړي دي او تمه لري چې اوسني مشران وکړی شي د دایمي ثبات او سولې لپاره لار هواره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com