اسلامي امارت د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه اعلان کړه

24 ثور 1401 ساعت 13:22

د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د وزیرانو شورا تر تصویب وروسته د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه اعلان کړه.


د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د وزیرانو شورا تر تصویب وروسته د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه اعلان کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت نن شنبې د غوايي ۲۴ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د سږ کال ملي بودجه (۲۳۱) میلیارډ افغانۍ ټاکل شوې ده.
 
سرچینې زیاته کړې، له یادې بودجې څخه ۲۰۳ میلیارډه افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارډه افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده چې له داخلي عوایدو څخه ترتیب شوې او په خبره یې بهرنی ملاتړ نه لري.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، که څه هم په ځانګړې شوې کلنۍ بودجه ۴۴ میلیارډ افغانۍ کسر لري، خو ټینګار یې کړی چې دوی به د کال تر پایه په یادې بودجې خپلې چارې مخته یوسي.
 
د مالیې وزارت زیاته کړې، چې د نوي مالي کال بودجه د وزیرانو شورا لخوا تصویب او د اسلامي امارت د مشر لخوا تائید شوې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com