د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین فعال شو

25 ثور 1401 ساعت 8:33

سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه توربین د برېښنا شرکت او ترکي انجینرانو په هڅو بیا فعال شوی دی.

د یاد برېښنا بند مسوولین وايي، د دې توربین په فعالېدو سره د لښکرګاه ښار برېښا ۲۴ ساعته شوې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې هېواد ته را وارېدېدونکې بریښنا هم په سالنګونو کې پرې شوې ده چې له تېر کوچني اختر را وروسته د پلازمینې کابل په ګډون د لسو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com