د غزني او وردګ والیان:

د مدرسې او ښوونځي تر منځ باید واټن له منځه یووړل شي

25 ثور 1401 ساعت 11:39

د غزني او وردګو ولایت والیانو په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د مدرسې  او ښوونځي تر منځ شته واټن باید له منځه یووړل شي.


د غزني او وردګو ولایت والیانو په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د مدرسې  او ښوونځي تر منځ شته واټن باید له منځه یووړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مولوي محمد اسحاق اخندزاده او مفتي لعل ګل منیب دغه څرګندونې پرون شنبې د غوايي ۲۴ مه د غزني مقر ولسوالۍ د نور المدارس په نامه د یوې دیني مدرسې په پرانست غونډه کې کړې دي.

د غزني والایت له مقام نه خپره شوې خبرپاڼه د والي محمد اسحاق اخندزاده له قوله ویلي،د مدرسې او ښوونځي تر منځ واټن باید له منځه یووړل شي، ځکه چې افغانان او افغانستان د دواړو درسګاوو زده کونکو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د وردګو والي مفتي لعل ګل منیب ویلي، افغانستان هغه مهال پرمختګ او ابادۍ ته رسېدلي شي، چې زده کونکي یې په عصري او دیني دواړو علومو سمبال شي.

په خبرپاڼه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د بندو ښوونځيو د پرانیستو په اړه څه نه دي ویل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150518

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150518/

جمهور
  https://www.jomhornews.com