۷۲ افغانۍ کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته راستنې شوې دي

25 ثور 1401 ساعت 12:18

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، ٧٢ افغانۍ کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.


د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، ٧٢ افغانۍ کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، یادې کورنۍ پرون شنبې د غوايي ۲۴ مه له پاکستان څخه خپل هېواد ته راغلې دي.
 
سرچینه زیاتوي، دغه کورنۍ چې د غړو شمير يې ٥٢١ کسانو ته رسېدى د سپين بولدک - چمن لارې کندهار ولايت ته ستنې شوي دي.
 
د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو افغان کورنيو په پاکستان کې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لرل.
 
د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم له پاکستان څخه لسګونه کورنۍ د سپين بولدک چمن له لارې افغانستان ته ستنې شوي وې.
 
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د دې تر څنګ له ايران څخه هم د نژدې ٢٠٠٠ افغان کډوالو د را ستنېدو خبر ورکړى دي.
 
یاد وزارت  زیاته کړې، دغه افغان کډوال چې شمير يې ٢٨٢٨ کسانو ته رسېږي تيره له نيمروز ولايت سره پر پوله د ايران څخه په زوره او داوطلب ډول هيواد ته ستانه شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150523

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150523/

جمهور
  https://www.jomhornews.com