پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی، ۳ تنه وژل شوي

25 ثور 1401 ساعت 13:05

له ډېورنډ کرښې پورې غاړې شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په موټر ځانمرګی برید شوی او څلور سرتېري په کې وژل شوي دي.


له ډېورنډ کرښې پورې غاړې شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په موټر ځانمرګی برید شوی او څلور سرتېري په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید پرون شنبې د غوايي ۲۴ مه ماښام مهال د شمالي وزیرستان د میران شاه اړوند عیدک کلي کې د پاکستاني پوځیانو د ګزمې په موټر شوی دی.

په دغه چاودنه کې څلور پاکستاني پوځیان او درې ماشومان وژلش وی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپله ټوېټر پاڼه د وژل شویو سرتېرو انخورونه خپاره کړي، او پر دغه پېښه یې خواشیني ښودلې ده.

شهباز شریف ګواښ کړی، چې د خپلو سرتیرو د ویند غچ به اخلي او ټینګار یې کړی چې د تروریزم ریښې به باسي.

ځینې سرچینې دا هم وايي، چې په دې برید کې څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم دي، چې د دو هغو روغتیايي حالت نازک دی.

تر دا مهاله د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
 
په اسلام اباد کې د امنیت او شخړو د څېړنیز انستیتوت د تازه راپور له مخې د مارچ میاشتې په پرتله په تیره اپرېل میاشت کې پر پاکستاني پوځاینو بریدونو کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150524

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150524/

جمهور
  https://www.jomhornews.com