ډبلیو اف پي په ۱۷ میلیونه افغانانو خوراکي توکي وېشلي دي

26 ثور 1401 ساعت 10:10

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، تېر پنځه نیمې میاشتې یې په افغانستان کې له څه باندې اولس نیم ميليونه خلکو سره مرسته کړې ده.


د خوړو نړيوال پروګرام وايي، تېر پنځه نیمې میاشتې یې په افغانستان کې له څه باندې اولس نیم ميليونه خلکو سره مرسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې پرون د غوايي ۲۵ مه یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې پر میلیونونو خلکو د خوراکي توکو مرستې او د اړتیا وړ لومړني توکي وېشل شوي دي.

تر دې مخکې د خوړو د نړیوال پروګرام د اسیا مرستیالې انتهیا ویب ویلي وو، چې په افغانستان کې بشري وضعیت او د خوراکي توکو کمښت ډېر د اندېښنې وړ دی.

د هغه په وینا اټکل کېږي چې د روان کال تر نومبر پورې به په افغانستان کې اتلس اعشاریه نهه میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ شي.

نوموړي ټينګاتر کړي چې د مرستندویه ادارو له خوا د خوراکي توکو او معیشت مرستې د اړمنو کسانو د ژغورنې یوه لار ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، سږ کال یې له پنځو میلیونو افغانانو سره، په ځانګړې توګه له زیانمنو ښځو سره چې د کورنیو مشري کوي، مرسته کړې ده.

د يادې ادارې له خوا په يوه ټويټ کې راغلي، چې سږ کال يې له دغو کورنيو سره د خوراکي توکو او نورو لومړنيو اړتياوو مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150550

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150550/

جمهور
  https://www.jomhornews.com