سره له دې، چې هند د غنم په صادراتو بندیز لګولی خو تازه یې له افغانستان سره د مرسته کړو غنمو په لسګونه لارې ولېږلې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په غنمو بار دغه ۴۰ لارۍ پرون دوشنبې د غوايي ۲۶ مه د هند پنجاب ایالت څخه افغانستان ته روانې شوې دي.
دغه غنم چې ټولټال دوه زره ټنه کېږي لومړی پاکستان او له هغې لارې بیا افغانستان ته لېږدول کېږي.
د امرتسر ښار د ګمرک کمېشنر راهول ننګارې ویلي«نن څلویښت لارۍ افغانستان ته ځي. په دغو ۴۰ لاریو کې ټولټال شاوخوا دوه زره تڼه غنم دي.»
د یادونې ده، چې هند له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې چې د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام تراوسه د دغو غنمو لس زره ټنه یې د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل