حقاني: له امریکا او نړۍ سره ښې اړیکې غواړو

27 ثور 1401 ساعت 8:06

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وايي، افغان حکومت له امریکا او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.


د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وايي، افغان حکومت له امریکا او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني دغه څرګندونې تازه له سي ان ان سره په تازه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت د دوحې هوکړې ته ژمن دی.

نوموړي ویلي، چې دوی له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري او د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

دی وايي، د دوحې تر هوکړې او د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره د افغان حکومت دښمني ختمه شوې او له دوی سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړي.

ښاغلي حقاني د نجونو د ښوونځیو په تړاو ویلي چې زده کړې د هر نارینه او ښځینه حق دی او دوی په دې لټه کې دي چې د افغانانو د کلتور په چوکاټ کې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او دې برخې ته ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com