د هېل: د م م امنیت شورا پر طالب مشرانو پر بندیزونو بیا کتنه کوي

27 ثور 1401 ساعت 8:14

د هېل راپور ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د جون په میاشت کې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو ارزونه کوي.


د هېل راپور ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د جون په میاشت کې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو ارزونه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت پر لوړپوړو غړو د سفر او معاملاتو بندیزونه لګولي وو خو درې کاله وړاندې یې د سولې پروسې د مخته وړلو په موخه لګول شوي بندیزونه وځنډول.

د هېل د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې امنیت شورا کې به پر یادو بندیزونو بیا کتنه کېږي.

راپور کې د سیاسي چارو د امریکایي کارپوه له خولې ویل شوي چې امریکا ممکن د دغو بندیزونو تعلیق نور هم وغځوي ځکه چې واشنګټن لا هم یو جوړجاړي ته هیله مندي لري او دا مسئله د جوړجاړي په موخه له افغانستانه بهر سفرونو ته ډېره مهمه ده.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150570

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150570/

جمهور
  https://www.jomhornews.com