هند کابل کې د خپل سفارت د پرانستو په لټه کې دی

27 ثور 1401 ساعت 8:39

هندي رسنۍ وایي د هند ديپلوماتیکې او امنیتي سرچینې په دې لټه کې دي څو په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو امکانات و ارزوي.


هندي رسنۍ وایي د هند ديپلوماتیکې او امنیتي سرچینې په دې لټه کې دي څو په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو امکانات و ارزوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، چې په وروستیو کې په کابل کې ګڼو هېوادونو خپل سفارتونه پرانیستي دي چې دې مسئلې هند هم هڅولی او غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

هند تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې ښايي په کابل کې د خپل سفارت ځينې څانګې پرانیزي.

پرون یې هم اعلان کړی و چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو غونډه رابولي او په هغه کې د افغانستان په اړه خبرې کوي.

هند په سیمه کې ستر اقتصادي او مخ پر ودې هېواد بلل کېږي چې په تېرو حکومتونو کې یې له افغانستان سره تل ښې اړیکې پاللې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150573

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150573/

جمهور
  https://www.jomhornews.com