د وردګو د چک برېښنا بند بیا رغول کېږي

27 ثور 1401 ساعت 10:27

د افغان حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، چې د وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند پاتې کارونه هم بشپړ کړي.


د افغان حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، چې د وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند پاتې کارونه هم بشپړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ دغه کمېسیون پرون په خپله ناسته کې د افغانستان برېشنا شرکت ته ځینې دندې سپارلې دي.

برېښنا شرکت ته ویل شوي، چې د وردګو د چک برېښنا بند د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د دغه کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې د چک برېښنا بند درې توربینه لري، چې په بیا فعالېدو سره به د ۳.۹ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150591

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150591/

جمهور
  https://www.jomhornews.com