کونړ کې د نفرایټ ډبرو د کان سپړل پیل شول

27 ثور 1401 ساعت 13:32

د کونړ ځایي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د نفرایټ ډبرو د یوه ستر کاڼ سپړل پيل شوي دي.


د کونړ ځایي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د نفرایټ ډبرو د یوه ستر کاڼ سپړل پيل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دوی په وینا دغه کان به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او تر څنګ به یې حکومت ته هم له دې درکه میلیونونه افغانۍ عاید راځي.

د کونړ والي د یاد کان د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دوی خلکو ته د کاري فرصتونو د پيدا کولو په لټه کې دي او په خبره یې د دې کان په سپړلو سره به کاري فرصتونه پراخ شي.

هغه همدا راز زیاته کړې چې له دې کان به افغان حکومت ته شاوخوا دوه میلیارده ۶۳۰ میلیونه عاید هم راشي.

ځايي چارواکو ټینګار کړي، چې د کاري فرصتونو برابرول او د کانونو سپړل یې لومړیتوب دی او په خبره یې دا د ملت د پرمختګ او اقتصادي ودې وسیله ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150596

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150596/

جمهور
  https://www.jomhornews.com