افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې ده

27 ثور 1401 ساعت 13:36

د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې یوې لوړپوړې چارواکې انتا ریبارن وايي، په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی نو له همدې امله د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.


د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې یوې لوړپوړې چارواکې انتا ریبارن وايي، په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی نو له همدې امله د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن ریبارن زیاته کړې، په افغانستان کې هره ورځ زرګونه ماشومان د ښوونځي پر ځای په بازارونو کې لارو او سړکونو ته وځي او هڅه کوي د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پيدا کړي.

نوموړې له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی بللی و او د مرستو غوښتنه یې کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150597

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150597/

جمهور
  https://www.jomhornews.com