امریکا: له وتلو وروسته مو هوايي برید نه دی کړی

28 ثور 1401 ساعت 8:32

امریکا وایي له افغانستان تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد کې کوم هوایي برید نه دی ترسره کړی.


امریکا وایي له افغانستان تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد کې کوم هوایي برید نه دی ترسره کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګریس ته په یوه تازه لیږلي راپور کې د افغانستان په اړه ځینې معلومات خپاره کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، دوی افغانستان څاري خو زیاتوي چې دلته د کوم هوایي برید پلان نه لري او نه یې هم تر اوسه په داسې کوم اقدام لاس پورې کړی دی.

راپور کې راغلي، د افغانستان نوی حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو تر دې دمه د دوحې هوکړې ته ژمن دی او د ترهګرو ډلو فعالیتونه یې محدود کړي دي، خو دا وېره لري چې ګواکي راتلونکو میاشتو کې دا جدیت راکم شي.

د پنټاګون دغه راپور په افغانستان کې د داعش او القاعده شبکو د فعالیت په اړه هم څرګندونې لرلې دي، خو افغان حکومت وار له مخ دا ډول راپورونه رد کړي او په خبره یې دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې جدي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150617

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com