جاپان د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره په سلا مشورو بوخت دی

28 ثور 1401 ساعت 9:24

کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، هېواد یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره سلا مشورې کوی، چې په دې برخه کې اړین اقدامات تر سره کړي.


کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، هېواد یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره سلا مشورې کوی، چې په دې برخه کې اړین اقدامات تر سره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اوکادا دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره پرون سه شنبې د غوايي ۲۷ مه په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت د ډاډ وړ دی او په خبره یې د افغانستان اقتصادي ودې لپاره سلا مشورې کوي چې په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

اوکادا څرګنده کړې چې هېواد یې له افغانانو سره بشري، انکشافي او نورې همکارۍ له سیاسي برخې سره نه تړي.

د جاپان سفیر له افغانستان سره بشري مرستو ته په اشارې وویل چې بشري مرستې د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې ده چې جاپان په افغانستان کې د نیمګړو پروژو په برخه کې اړین اقدامات وکړي.

د یادونې ده، چې اوکادا تر دې وړاندې د اسلامي امارت د رییس االوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم لیدلي او ورته څرګندونې یې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150626

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150626/

جمهور
  https://www.jomhornews.com