د صرافانو او مالیې وزرات د مشرتابه غونډه بې نتیجې پای ته رسېدلې

28 ثور 1401 ساعت 9:53

د صرافانو لپاره د مرکزي بانک د نویو شرطونو څخه د راولاړو شویو ستونزو د حل په موخه د صرفانو ټولنې او مالیې وزارت د مشرتابه غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې ده.


د صرافانو لپاره د مرکزي بانک د نویو شرطونو څخه د راولاړو شویو ستونزو د حل په موخه د صرفانو ټولنې او مالیې وزارت د مشرتابه غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مرکزي بانک څو ورځې وړاندې د صرافانو د کاروبار لپاره نوې طرحه جوړه کړه، چې د صرافانو له نیوکو سره مخ شوه.

تر دې وروسته د افغانستان ټولو صرافانو کاربندیز اعلان کړ، خو اسلامي امارت ټینګار وکړ، چې صرافان د نوې طرحې په عملي کولو مکلف دي.

د دغه ستونزې د هواري لپاره پرون سه شنبې د غوايي ۲۷ مه د کابل په شهزاده سرای کې د صرافانو ټولنې د مالیې وزارت له مشرتابه سره غونډه درلوده، چې بې نتیجې پای ته رسېدلې ده.

د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وايي، غونډه سل په سلو کې بریالۍ نه وه، کومه هیله چې صرافانو درلوده هغه تر لاسه نه شوه.

نوموړی وايي، پرېکړه وشوه چې نن چهارشنبې به د افغانستان بانک له مشرتابه سره غونډه وشي او د اصلي ستونزو په تړاو خبرې وشي.

دی زیاتوي«که  نن هم نتیجې ته ونه رسېدو، په راتلونکو غونډو کې خامخا نتیجې ته رسیږو.»

د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک ټینګار وکړ، چې د افغانستان بانک باید د صرافانو په اړه خپله نوې طرحه بدله کړي.

د افغانستان بانک د طرحې له مخې، هر صراف باید د خپل کار لپاره پنځه میلیونه افغانۍ مرکزي بانک ته ضمانت کیږدي، دوه لکه افغانۍ د جواز لپاره ورکړي او د خپل کار لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ولري او دا پیسې ښکاره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150634

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150634/

جمهور
  https://www.jomhornews.com