د ایران د کانونو او صنعت مرستیال وزیر رضا محتشمي پور وايي، اسلامي امارت غواړی، چې ایراني پانګوال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی چې کابل ته راغلی و دغه څرګندونې د خپل دوه ورځني سفر په پای کې له ایراني رسنیو سره خبرو کې کړې دي.
نوموړي زیاته کې چې افغانستان کې یې د ایراني پانګوالو د پانګونې په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره رغنده خبرې کړې او هغوی هم غواړي، چې ایراني پانګوال افغانستان کې پانګونه وکړي.
خو په وینا یې دمګرۍ ایراني سوداګر او پانګوال د امنیتي دلایلو له امله په افغانستان کې د پانګونې لپاره په احتیاط سره ګامونه اخلي.
په ورته وخت کې د ایران او افغانستان د ګډې خونې مشر حسین سلیمي چې له پور سره په دغه سفر کې مل و ویلي، د افغانستان په کانونو کې پانګونه د خصوصي سکتور لپاره ګټوره تمامېدای شي.
جمهورخبري آژانس:کابل