ایران: طالبان غواړي ایراني پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي

28 ثور 1401 ساعت 10:19

د ایران د کانونو او صنعت مرستیال وزیر رضا محتشمي پور وايي، اسلامي امارت غواړی، چې ایراني پانګوال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.


د ایران د کانونو او صنعت مرستیال وزیر رضا محتشمي پور وايي، اسلامي امارت غواړی، چې ایراني پانګوال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی چې کابل ته راغلی و دغه څرګندونې د خپل دوه ورځني سفر په پای کې له ایراني رسنیو سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي زیاته کې چې افغانستان کې یې د ایراني پانګوالو د پانګونې په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره رغنده خبرې کړې او هغوی هم غواړي، چې ایراني پانګوال افغانستان کې پانګونه وکړي.

خو په وینا یې دمګرۍ ایراني سوداګر او پانګوال د امنیتي دلایلو له امله په افغانستان کې د پانګونې لپاره په احتیاط سره ګامونه اخلي.

په ورته وخت کې د ایران او افغانستان د ګډې خونې مشر حسین سلیمي چې له پور سره په دغه سفر کې مل و ویلي، د افغانستان په کانونو کې پانګونه د خصوصي سکتور لپاره ګټوره تمامېدای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150640

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150640/

جمهور
  https://www.jomhornews.com