سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې فراه ولایت کې د راکټ د یوې مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند عارف عدیل وایي، دغه پېښه پرون سه شنبې د غوايي ۲۷ مه مازیګر مهال رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د فراه بالابلوک ولسوالۍ په آب خرما سیمه کې هغه مهال د راکټ مرمۍ چاودلې، چې ماشومانو لوبې پرې کولې.
دی وایي، په دغه چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل