فراه کې یوې چاودنې درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

28 ثور 1401 ساعت 10:26

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې فراه ولایت کې د راکټ د یوې مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې فراه ولایت کې د راکټ د یوې مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند عارف عدیل وایي، دغه پېښه پرون سه شنبې د غوايي ۲۷ مه مازیګر مهال رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د فراه بالابلوک ولسوالۍ په آب خرما سیمه کې هغه مهال د راکټ مرمۍ چاودلې، چې ماشومانو لوبې پرې کولې.

دی وایي، په دغه چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150641

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150641/

جمهور
  https://www.jomhornews.com