سیګار:

د افغان پوځ د پاشل کېدو اصلي لامل د ټرمپ او بایډن پرېکړې وې

28 ثور 1401 ساعت 10:31

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د څار اداره وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په برخه کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن پرېکړې د افغان پوځ د سقوط اساسي عامل و.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیګار نوی راپور په تېره اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځ ته شوي حالت په اړه چې په ترڅ کې یې امریکا د ګډوډۍ په یوه حالت کې له افغانستانه خپل متحدان واېستل د پوځ او پنټاګون د جګپوړو چارواکو د ارزونو په اساس جوړ شوی دی.

د امریکا پوځي چارواکو په ډاګه ویلي، د دوی سپارښتنه دا وه چې باید په افغانستان کې د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې سرتېرې پاتې شوي وای خو وايي د دوی پلان ونه منل شو.

راپور زیاتوي چې د اکثر افغانانو په باور د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې موافقه له افغانانو سره د امریکایانو له خوا له شویو ژمنو په شا کېدل او د دښمن لاسونو ته د افغانستان د سپارلو نښه وه چې سمدستي نتیجه یې د افغان وسله والو ځواکونو د روحیې ناڅاپي کمزوري کېدل و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
د مطلب کود: 150642

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150642/

جمهور
  https://www.jomhornews.com