اسلامي امارت د ټي ټي پي او پاکستاني حکومت تر منځ د مذاکراتو کوربتوب تایید کړ

28 ثور 1401 ساعت 15:57

د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې اسلامي امارت د پاکستاني طالبانو او پاکستان د حکومت تر منځ د مذاکراتو کوربتوب کوي.


د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې اسلامي امارت د پاکستاني طالبانو او پاکستان د حکومت تر منځ د مذاکراتو کوربتوب کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد نن چهارشنبې د غوايي ۲۸ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې یاد مذاکرات د «اسلامي امارت» په منځګړیتوب په کابل کې تر سره شول او په خبره یې د «پام وړ پرمختګ» ترڅنګ پر لنډ مهاله اوربند توافق وشو.

هغه زیاته کړې،د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150653

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150653/

جمهور
  https://www.jomhornews.com