امریکا: طالبان بايد په عمل کې ثابته کړي چې دښمني نه پالي

29 ثور 1401 ساعت 8:57

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا غواړي د خبرو پر ځای د اسلامي امارت د چارواکو عمل وګوري.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا غواړي د خبرو پر ځای د اسلامي امارت د چارواکو عمل وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي چارواکو دغه څرګنونې د افغانستان د اسلامي امارت د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين د هغو خبرو په غبرګون کې کړې، چې ویلي یې دي، امريکا ته د دښمن په نظر نه ګوري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې ويلي، د امريکا متحد ايالتونه د سراج الدین حقاني څرګندونې ته په شکمن نظر ګوري.

دی وايي، اسلامي امارت باید د لوړو ټولګیو د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او مېرمنو ته د ټولنې او هيواد د هوساينې او معيشت په ښه کولو کې ونډه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارواکو د ویاند اسلامي امارت چارواکي بايد په عمل کې ثابته کړي چې دښمني نه پالي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 150664

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150664/

جمهور
  https://www.jomhornews.com