ځینو پخوانیو څېرو بیا یوه ټلواله جوړه کړې ده

29 ثور 1401 ساعت 9:11

د افغانستان د پخواني حکومت ځینو سیاسي څېرو او ګوندونو یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې د یوې ټلوالې پر جوړېدو توافق کړی دی.


د افغانستان د پخواني حکومت ځینو سیاسي څېرو او ګوندونو یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې د یوې ټلوالې پر جوړېدو توافق کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټلواله ترکیه کې د جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم په کور کې جوړه شوې، چې په کې عبدالرب الرسول سیاف، عطا محمد نور، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، رحمت الله نبیل، صلاح الدین رباني، یونس قانوني، احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود، احمد مسعود، میر رحمان رحمانی، لطیف پدرام، حضرت علي او محمد علم ایزدیار شامل وو.

دوی د یوې نوې جبهې په جوړېدو توافق کړی او ټینګار یې کړی، چې د دوی په وینا د افغانستان د ژغورلو لپاره به د یو بل تر څنګ درېږي.

راپورونه وايي، دا کسان غواړي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا جوړه کړي.

دا شورا به لس کمېټې ولري، خو ویل کېږي، چې  تراوسه پورې یوازې د نظامي کمېټې د مشرتابه پر سر موافقې ته رسېدلي دي.

تراوسه پورې په دې اړه چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا پر جوړولو سل په سلو کې توافق وي، معلوم نه دی.

بلخوا رسنۍ وایي چې دغه کسان نور د افغان ولس ترمنځ کوم باور او ځای ځایګی نه لري او د یوې بلې جګړې په لټه کې دي چې ملت به یې تر څنګ و نه درېږي.

افغان حکومت پر تازه غونډه غبرګون نه دی ښوودلی خو تر دې وړاندې یې ویلی وو، دوی په دې لټه کې دي چې ټول سیاسیون سره راټول کړي او د هېواد د ابادۍ لپاره په ګډه کار وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150666

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150666/

جمهور
  https://www.jomhornews.com