ایرواېشیا:

نړۍ باید له نوي افغان حکومت سره تعامل وکړي، دا یې په ګټه ده

29 ثور 1401 ساعت 9:30

ایرو ایشیا رېویو په یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي، د افغانستان ثبات د سیمې په ګډون د غرب په ګټه هم دی نو ځکه نړۍ باید له دغه هېواد سره تعامل وکړي.


ایرو ایشیا رېویو په یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي، د افغانستان ثبات د سیمې په ګډون د غرب په ګټه هم دی نو ځکه نړۍ باید له دغه هېواد سره تعامل وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مقاله کې ویل شوي، په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت له امله رامنځ ته شوی بدلېدونکی حالت به د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ اغېزمنه کړي.

لیکوال وايي، غربي هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې ودرېږي ځکه د دغه هېواد ثبات یوازې د سیمې او ګاونډیانو لپاره مهم نه دی بلکې ټولې نړۍ ته د ارزښت او اهمیت وړ دی.

ایرواېشیا رېویو د امریکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او له دغه هېواد سره تعامل ته ادامه ورکړي څو دلته دایمي ثبات او اقتصادي وده رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150669

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com