هند دوه زره ټنه نور غنم افغانستان ته ولېږل

29 ثور 1401 ساعت 9:35

هلند له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو مرستې څخه دوه زره ټنه نور هم دغه هېواد ته لېږلي دی.


هلند له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو مرستې څخه دوه زره ټنه نور هم دغه هېواد ته لېږلي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غنم پرون چهارشنبې د پاکستان په پوله کې د واګې بندر له لارې د افغانستان په لور انتقال شول.

په واګه کې د ګمرک کمېشنر راهول ننګارا وویل، دا غنم د هغې ژمنې برخه ده چې پر اساس یې دا هېواد افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم استوي.
څو ورځې وړاندې هم هند دوه زره ټنه غنم افغانستان ته رالېږلي وو.

تراوسه پورې د هند له لوري افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم رسېدلي دي.

هند په داسې حال کې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کوي، چې په نړۍ کې د اوکراین د جګړې له کبله د غنمو بیه لوړه شوې او هند په نړیوالو بازارونو کې د غنمو د تقاضا د ډېرېدو له کبله د غنمو صادرات درولي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150670

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150670/

جمهور
  https://www.jomhornews.com