د ملګرو ملتونو په لګښت بامیانو کې یو ښوونځي جوړ شو

29 ثور 1401 ساعت 10:27

د بامیانو ولایت مرکز کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ په مالي مرسته یو باب ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


د بامیانو ولایت مرکز کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ په مالي مرسته یو باب ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ښوونځي د ودانۍ چارې تازه بشپړې شوې او پرون د سیمه ییزه چارواکو له خوا په رسمي ډول پرانستل شو.

د دغه ښوونځي په جوړېدو ۲۶۶ زره امریکايي ډالر لښکت راغلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا ورکړل شوې دي.

د ښوونځي ودانۍ ۸ درسي خونې، یوه اداري خونه او نور د اړتیا وړ محلقات لري، چې په اساسي ډول جوړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150678

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150678/

جمهور
  https://www.jomhornews.com