مزار شریف کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو پر موټر چاودنه شوې

29 ثور 1401 ساعت 11:31

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې مزارشریف د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ملکي مامورین پر موټر چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې مزارشریف د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ملکي مامورین پر موټر چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن پنشنبې د غوايي ۲۹ مه د مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي، چاودنه د الفتح قول اردو د ملکي مامورینو پر موټر شوې خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
ځینې سرچینې او عیني شاهدان وايي، په دغه چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي، چې ملکي او نظامي مامورین دي.

د دوی به وینا د پېښې قربانیان رغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم نوعیت معلوم دی.
 
د یادونې ده، چې درې اوونۍ وړاندې هم مزارشریف لسمې حوزې او درېیمې حوزو اړوند سیمو کې ورته چاودنو شپږ تنه وژلي او ۱۱ نور ټپیان کړي وو، چې مسوولیت یې داعش اخیستی وو.
 


د مطلب کود: 150686

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150686/

جمهور
  https://www.jomhornews.com