پاکستان او البانیا کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ دی

31 ثور 1401 ساعت 9:12

په البانیا او پاکستان کې مېشتو کډوالو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې برخلیک یې روښانه نه دی او روان وضعیت اندېښمن کړي دي.


په البانیا او پاکستان کې مېشتو کډوالو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې برخلیک یې روښانه نه دی او روان وضعیت اندېښمن کړي دي.

دغه کډوال وايي، اوږده موده کېږي چې په پاکستان یا هم البانیا کې پراته دي خو هغه هېوادونه یې د قضیو په اړه هېڅ راز اقدام نه کوي چې دوی یې له افغانستان ایستلي دي.

په البانیا کې مېشتې د پخواني پارلمان یوې وکیلې د نامه نه ښوودو په شرط ویلي چې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هېڅ نه پوهېږي چې له دوی سره به څه کېږي.

د کډوالو استازو هم له رسنیو سره په خبرو کې د خپل برخلیک معلومولو غوښتنه کړې ده او وایي چې له دوی سره دې توپیري چلند نه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150702

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150702/

جمهور
  https://www.jomhornews.com