سیګار:

ان ۲۰۲۱ کې افغانستان کې ۶۰ سلنه بلک هاک چورلکې له کاره لوېدلې وې

31 ثور 1401 ساعت 10:05

سیګار وایي، له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ میلادي کال په پسرلي کې د امریکایي روزونکو او مسلکي کسانو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې امریکایي بلک هاک چورلکې له خاورو سره خاورې شوې دي.


سیګار وایي، له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ میلادي کال په پسرلي کې د امریکایي روزونکو او مسلکي کسانو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې امریکایي بلک هاک چورلکې له خاورو سره خاورې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) د تېر شل کلن ماموریت د زده کړو تر عنوان لاندې په خپل وروستي راپور کې د پخوانيو افغان جنرالانو له خولې خپرې کړې دي.

دغه جنرلانو په راپور کې ویلي، چې د امریکایي قراردادیانو تر وتلو وروسته ۶۰ سلنه بلک هاک چورلکې له کاره ولوېدې.

یادو جنرالانو زیاته کړې، چې نه امریکایي چارواکو او نه هم د وخت افغان رژیم د یادو چورلکو د بیا فعالولو لپاره پلان او هوډ درلود چې بلاخره یادې چورلکې له خاورو سره خاورې شوې.

سیګار چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د تېرو دوو لسیزو د بیا رغونې هڅې څېړي دغه راز وایي، دا چورلکې پر داسې مهال د له منځه تلو له ګواښ سره مخ وې چې د افغان سرتېرو په اډو کې په ورځني ډول لسګونو سرتېرو د مهماتو او طبي توکو نه لرلو له امله ساه ورکوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150709

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com