د دفاع وزرات سرپرست مولوي یعقوب د پنجشېر له خلکو سره لیدلي

31 ثور 1401 ساعت 10:12

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پنجشېر ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له خلکو سره یې لیدلي دي.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پنجشېر ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له خلکو سره یې لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی مجاهد تېره پنشنبې د غوايي ۲۹ مه پنجشر ته تللی او له خلکو یې غوشتی، چې د امنیت په ساتلو کې دې له افغان ځواکونو سره خپله بشپړه همکاري وکړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر ټینګار کړي، چې خلک باید د دوښمن د تبلیغاتو ښکار نه شي.

مجاهد په یاد سفر کې د پنجشیر امنیت د ډاډ وړ ارزولی او امنیتي ځواکونو ته یې د امنیت د ټینګښت په برخه کې سپارښتنې کړې دي.

مولوي یعقوب په داسې حال کې یاد ولایت ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې په پنجشیر کې د اسلامي امارت د ځواکونو او مخالفو وسله‌‌ والو ترمنځ د نښتو راپورونه خپاره شول؛ خو اسلامي امارت رد کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150710

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150710/

جمهور
  https://www.jomhornews.com