یونیسف افغانستان کې پنځه زره ښوونیز ټولګي جوړوي

31 ثور 1401 ساعت 13:21

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا نونیسف مرستیالې، د افغانستان د پوهنې له سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر سره لیدلي دي.


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا نونیسف مرستیالې، د افغانستان د پوهنې له سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  حنان سلیمان د لیدنې پر مهال ویلي، یونیسف په پام کې لري چې افغانستان کې پنځه زره نور سیمه ییز ټولګي جوړ کړي.

د یونیسف مرستیالې د افغانستان له ښوونیز نظام د بشپړ ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه او ویلي یې دي، چې دغه اداره دا مهال په افغانستان کې نږدې نهه زره سیمه ییز درسي ټولګي لري.

د هغې په وینا یونیسف په پام کې لري چې په راتلونکې کې په افغانستان کې پنځه زره نور ټولګي جوړ کړي.

پوهنې وزارت په تعلیمي ډګر کې د یونیسف هلې ځلې ستایلي او ویلي یې دي چې د یاد بنسټ ټول ښوونیز پروګرامونه په تیره بیا سیمه ییز درسي ټولګي د تعلیمي چوپړ یوه غوره او اغیزناکه بڼه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com