ملا برادر اماراتو کې د لوژیستیکي شرکتونو له مشرانو سره لیدلي

31 ثور 1401 ساعت 13:31

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال او د اقتصادي کمېسیون مشر ملا عبدالغني برادر په دوبۍ کې د یو شمېر لوژیستیکي شرکتونو مشرانو سره لیدلي.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال او د اقتصادي کمېسیون مشر ملا عبدالغني برادر په دوبۍ کې د یو شمېر لوژیستیکي شرکتونو مشرانو سره لیدلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لومړي معاونیت په ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې برادر په دوبۍ کې د "څو ملیتي لوژیستکي کمپنۍ" له مشر محمد المعلم سره په لیدنه کې د سوداګرۍ په برخه کې د زیاتو اسانتیاو غوښتنه کړه.

د "څو ملیتي لوژیستیکي کمپنۍ" مسوولینو طالب پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او دواړو خواو په دې هوکړه کړې چې د پاتې کارنو د پرمختګ لپاره یوه کمېټه جوړه شي.

د شوې هوکړې له مخې، هغه افغان سوداګر چې د دوبۍ له لارې نورو هېوادونو ته صادارات او واردات کوي د "څو ملیتي لوژیستیکي کمپنۍ" لخوا به ورته په لوژیستیکي برخو کې اسانتیاوې رامنځته کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com