اسلامي امارت د مخکني نظام پوروړو شرکتونو ته پاتې پیسې ورکوي

31 ثور 1401 ساعت 13:36

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د هغه ساختماني او لوژیستیکي شرکتونه چې د تېر نظام پر مهال يې د بېلابېلو پروژو له درکه حکومت پوروړی دی، د پورونو د ادا کولو لپاره يې یو کمېسیون جوړ شوی.


د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د هغه ساختماني او لوژیستیکي شرکتونه چې د تېر نظام پر مهال يې د بېلابېلو پروژو له درکه حکومت پوروړی دی، د پورونو د ادا کولو لپاره يې یو کمېسیون جوړ شوی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون جمعه د غوايي ۳۰ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د وزارت چارواکو تېره ورځ د یو شمېر شرکتونو له مسوولینو سره په لیدنه کې دوی ته د پورونو د ورکړې ترڅنګ د نویو پروژو ژمنه هم ورکړې.

وزارت وړاندې لیکلي، چې د پورونو له ورکړې سره به ساختماني او لوژیستیکي شرکتونه پاتې پروژې هم بشپړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ساختماني شرکتونو یو شمېر مالکانو شاوخوا درې میاشتې وړاندې په کابل کې د پرلپسې لاریونونو له لارې د خپلو پورونو د اخیستو غوښتنه کړې وه.

دوی هغه مهال ویلي و، چې په تېر حکومت کې یې زیاتې پروژې عملي او بشپړې کړې وې خو پیسې یې نه دي ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150721

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150721/

جمهور
  https://www.jomhornews.com