اسلامي امارت:

بحث ته اړیتا نشته، ښځینه نطاقانې د مخ پټ کړي

1 جوزا 1401 ساعت 8:53

د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټینګار کړی دی چې ښځينه نطاقانې باید د خپرونو د وړاندې کولو پر مهال خپل مخونه پټ کړي.


د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټینګار کړی دی چې ښځينه نطاقانې باید د خپرونو د وړاندې کولو پر مهال خپل مخونه پټ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي، ښځینه تلویزیوني ویندویانې مکلفې دي چې د خپرونو او خبرونو د وړاندې کولو پر مهال له ماسک څخه ګټه واخلي.

مهاجر زیاته کړې، دا پرېکړه پرېکنده ده، بحث او مخالفت پکې ځای نه لري.

اطلاعات او کلتور وزارت هم د دغه وزارت پرېکړه تایید کړی وايي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له دې پرېکړې هرکلی کوي.

د یادونې ده چې یو ځل وړاندې هم په دې اړه رسنیو ته ځینې سپارښتنې رسېدلې وې خو وزارت په رسمي ډول څه نه و ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150738

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150738/

جمهور
  https://www.jomhornews.com