دېبورا لاینز:

د امارات مشران د ښوونځیو په اړه یوه خوله نه دي

1 جوزا 1401 ساعت 9:10

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز وایي، د اسلامي امارت ټول مشران د نجونو د زدکړو په اړه یوه خوله نه دي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز وایي، د اسلامي امارت ټول مشران د نجونو د زدکړو په اړه یوه خوله نه دي.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې لاينز له سي این این تلویزیون سره په وروستۍ مرکه کې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو د نجونو راګرځولو ته توجیه او همدا راز دې برخه کې پرمختګ ته مشخص پلان نه لري.

نوموړې زیاته کړې،‌ واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو نږدې لس میاشتې کېږي‌ چې د نجونو پر مخ د منځنیو او ثانوي ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د ملګرو ملتونو دا لوړپوړې چارواکې وايي، افغانستان د نړۍ پر مخ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو راګرځول شوې، په داسې حال کې چې اسلامي امارت پر دې ښه پوهيږي چې دا مسئله نړيوالې ټولنې ته څومره مهمه ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز وايي، د نجونو زده کړې يې د اسلامي امارت له مشرانو سره د هرې ليدنې مهمه برخه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com