افغان او امریکايي لوري په روان وضعیت خبرې کړې دي

1 جوزا 1401 ساعت 9:16

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.


د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وېسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې تایید کړې، چې له ښاغلي متقي سره یې د افغانستان د روان وضعیت او مېرمنو د حقونو په اړه د نړیوالو د واحد دریځ او اندېښنو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي ویسټ په خبره د مېرمنو پر وړاندې د افغان حکومت وروستي فشارونه ورته اندېښمنوونکې دي.

په دې تلیفوني‌ مکالمه کې د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري‌ هم خبرې کړې دي.

دواړو خواوو له نوي حکومت غوښتي چې له روانو کړو فشارونو لاس په سر شي ځکه دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده.

بهرنیو چارو وزارت هم دغه مکالمه تاییدوي، وايي، دواړو لورو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي‌ او افغان حکومت په دې موده کې د خپلو لاس ته راوړنو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي‌، افغان لوري‌ ویلي‌ چې امنیت تامیین شوی،‌ له فشارونو سره سره بانکي سیستمونه فعال دي، د سلګونه زره پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي او د وضعیت د لا ښه کېدو لپاره هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150744

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150744/

جمهور
  https://www.jomhornews.com