د ناروې سفیر: د اسلامي امارت د هېڅ نظامي مخالفت ملاتړ نه کوو

1 جوزا 1401 ساعت 9:56

کابل کې د ناروې سفیر انډرېس لینډمن وایي، هېواد یې په افغانستان کې د اسلامي امارت د هېڅ نظامي مخالفت ملاتړ نه کوي.


کابل کې د ناروې سفیر انډرېس لینډمن وایي، هېواد یې په افغانستان کې د اسلامي امارت د هېڅ نظامي مخالفت ملاتړ نه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لینډمن دغه څرګندونې پرون یکشنبې د غوایي ۳۱ مه د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې کړې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغانستان او ناروې تر منځ اړیکې دوستانه وبللې او یو له بل سره یې د همکاریو مننه وکړه.

مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت د ناورې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه او ښې اړیکې غواړي.

په ورته وخت کې د ناورې سفیر ویلي، چې دوی هم له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او هڅه کوي، چې دغه اړیکې لا غښتلې او پراخه شي.
 
د سمنګاني په وینا د ناروې سفیر خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د اسلامي امارت د هېڅ مخالفې نظامي ډلې ملاتړ نه کوي.

د ناورې سفیر له مولوي عبدالکبیر نه په دولتي ادارو کې د ښځینه وو د کار، د نجونو د زده کړو، حجاب، ټولګډونه حکومت، له سیاسیونو سره د تماس د کمېسیون د کړنلارې او په دې وروستیو کې د ځينو بنسټونو د حذف په اړه معلومات وغوښتل.

خو خپله لینډمن له ښاغلي عبدالکبیر سره تر لیدنې وروسته په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دا د دوی لپاره ستونزمنه ده چې له هغه افغان حکومت سره ملګرتیا وکړي، کوم چې ټولشموله، د خلکو استازی او په واقعي معنا د ښځو د مساوي ونډې لرونکی نه‌ وي.

د افغانستان لپاره د ناروې سفیر وايي، دې لیدنه کې یې د افغانستان د راتلونکې لپاره د ازادو رسنیو پر اهمیت ټینګار کړی.
 
د یادونې ده، چې د ناروې سفیر پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم لیدلي او د افغانستان د روان وضعیت تر څنګ یې په روغتیايي، اقتصادي او بشري حقونو خبرې اترې کړې دي.

خبرگزاری جمهور- کابل


د مطلب کود: 150748

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150748/

جمهور
  https://www.jomhornews.com