د افغان وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې اماراتو ته ماته ورکړه

3 جوزا 1401 ساعت 9:21

د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.


د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون دوشنبې د غبرګولي ۲ مه په تایلنډ هېواد کې په لار اچول شوې وه.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي افغان لوبډلې د اسیا سهمیې ګټلو په روانو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۶۵ـ ۵۰ په توپیر ماتې ورکړه.

د وېلچیر باسکټبال سیالۍ د ۱۱ هېوادونو په ګډون په تایلند کې پیل شوي دي، چې د افغانستان ۱۲ کیسزه لوبډله هم برخه په کې لري.

ټاکل شوې چې د افغانستان د وېلچير ملي لوبډله سبا له عراق سره د لوبې میدان ته ښکته شي.

باید و ویل شي، چې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه فلپین هېواد ته بایللې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150813

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150813/

جمهور
  https://www.jomhornews.com