پاکستان پر ډېورنډ کرښه نورې دروازې جوړوي

3 جوزا 1401 ساعت 9:37

پاکستاني لوړ پوړو چارواکو تایید کړې، چې هېواد یې غواړي پر ډېورنډ فرضي کرښه له افغانستان سره نورې دروازې او بندرونه هم جوړ کړي.


پاکستاني لوړ پوړو چارواکو تایید کړې، چې هېواد یې غواړي پر ډېورنډ فرضي کرښه له افغانستان سره نورې دروازې او بندرونه هم جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان دغه کار د ستونزو د حل او تګ راتګ د اسانتیا لپاره کوي.

نوموړي ویلي«موږ غواړو د ستونزو د حل او تګ راتګ د اسانتیا لپاره له افغانستان سره ګڼې نورې دروزاې هم پرانیزو.»

نوموړي خبر ورکړی چې تازه د چترال او کونړ او کوزې درې او کونړ ترمنځ دوې نوې دروازې هم جوړې شوې دي چې د خلکو تګ راتګ به اسانه کړي.

پاکستان داسې مهال پر فرضي کرښه د دروازو د جوړولو تابیا کوي، چې دا کرښه هېڅ حکومت په رسمیت نه ده پېژندلې او پاکستان پر دې فرضي کرښه ددغه ډول رسمي اقداماتو حق نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150815

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150815/

جمهور
  https://www.jomhornews.com