د برېټانیا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېسیون له افغانستان د تخلیې ماموریت په اړه خپل راپور خپور کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي، د تېر کال په اګسټ کې له افغانستان د برېټانیا د وتلو بڼه ناسمه او له متحدینو سره خیانت و.
راپور وايي، په دې ماموریت کې د برېټانیا حکومت بریالی نه و، پلانونه یې ناسم وو، مدیریت یې کمزوری و او د دې سبب شوه چې د برېټانیا سلګونه همکاران په افغانستان کې پاتې شي.
سرچینې زیاته کړې، برېټانوي مامورینو ان د خپل سفارت معلومات هم و نه شوی ساتلی او د ټولو هغو کسانو معلومات او اسناد په سفارت کې پاتې شول چې له برېټانیا سره یې کار کاوه.
دغه هېواد له افغانستان د وتلو بڼه او د تخلیې ماموریت پایله له متحدینو سره خیانت بللی او پر برېټانوي حکومت یې غږ کړی چې برېټانیا ته د راغلو افغان کډوالو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل