بې پولې ډکتران:

د افغانستان روغتیايي سکتور د نړیوالو جدي پاملرنې ته اړتیا لري

3 جوزا 1401 ساعت 10:11

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، د ناوړه اقتصادي وضعیت، بندیزونو، د نړیوالو مرستو د درېدو او ګڼو نورو ستونزو له امله د افغانستان روغتیایي سکتور له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.


د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، د ناوړه اقتصادي وضعیت، بندیزونو، د نړیوالو مرستو د درېدو او ګڼو نورو ستونزو له امله د افغانستان روغتیایي سکتور له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې پر خپله وېب پاڼه خپاره کړي راپور کې ویلي، د افغانستان عامه روغتیایي برخه تر دې وړاندې هم د اغېزناکو خدماتو جوګه نه وه، خو اوس چې پر افغانستان اقتصادي فشارونه ډېر شوي دا برخه لا ډېره کمزورې شوې ده.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه زیاتوي، د افغانستان روغتیايي سکتور د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې او لاسنیوي ته اړتیا لري ځکه دغه برخه پخوا هم پر نړیوالو مرستو متکي وه او اوس هم د بهرنیانو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو ویلي وو، چې د افغانستان روغتیایي سکتور د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او که پر وخت اقدام نه کېږي نو د پاشل کېدو امکان یې شته دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150822

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150822/

جمهور
  https://www.jomhornews.com