کابل کې د ګاز ډبې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري

3 جوزا 1401 ساعت 11:51

عیني شاهدان وايي، د پلازمېنې کابل لوېدیځ لور ته دشت برچي سیمه کې د یوه کورس مخې ته چاودنه وشوه، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.


عیني شاهدان وايي، د پلازمېنې کابل لوېدیځ لور ته دشت برچي سیمه کې په یوه دوکان کې د ګاذ ډبې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د غبرګولي ۳ مه د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران چاودنه تاییدوي، خو وايي، دغه چاودنه په یوه دوکان کې د ګاز ډبې له امله رامنځ ته شوې ده.
د ځدراڼ په وینا چاودنه کې هېچا ته زیان نه دی رسېدلی.

په ورته وخت کې راپورونه وایي، تر چاودنې وروسته په دغه دوکان کې اور لګېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150832

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150832/

جمهور
  https://www.jomhornews.com