افغانستان د هوايي ډګرونو د تخنیکي مدیرت تړون له اماراتو سره لاسلیک کړ

3 جوزا 1401 ساعت 13:27

د افغانستان اسلامي امارت د خپلو هوايي ډګرونو د تخنیکي مدیریت قرارداد د متحده عربي اماراتو له ګاک کمپنۍ سره لاسلیک کړ.


د افغانستان اسلامي امارت د خپلو هوايي ډګرونو د تخنیکي مدیریت قرارداد د متحده عربي اماراتو له ګاک کمپنۍ سره لاسلیک کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نن سه شنبې د غبرګولي ۳ مه کابل کې د افغانستان د رییس الوزار د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د ترانسپورت وزرات د سرپرست او د متحده عربي امارتو د ګاک کمپنۍ د مشر رازق اسلم محمد عبدالرزاق تر منځ لاسلیک شو.

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برارد یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او اقتصاد محوره اړیکې غواړي.

ښاغلي برادر زیاته کړه، چې دوی هم له ټولو هېوادونو څخه غواړي، چې د افغانستان سره ښې اړیکې وپالې او د دغه ځورېدلي ولس سره په اقتصادي او نورو برخو کې همکارۍ او مرستې وکړي.

ملا عبدالغني برادر د دغه تړون لاسلیک ته په اشارې پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ، چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان کې د پخوا په پرتله امنیت پوره د ډاډ وړ دی او اسلامي امارت د لا ښه امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

ده و ویل«افغانستان کې اوس امنیت تامین دی، موږ نورې هڅې هم کوو، دغه څه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې، ټول هېوادونه دې ډاډه اوسي، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې، هر څوک چې غواړي په هره برخه هغه که د کانونو په برخه کې وي او که په نورو برخو کې پانګونه دې وکړي.»

ښاغلي برادر وايي، دا د نېږدې او لرې هېوادونو په ګټه ده او دوی ترې غواړي، چې د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره لاس ورکړي.

برادر د تړون لاسلیک کېدل د افغانستان د اقتصاد لپاره ګټور وباله زیاته یې کړه، چې په دې سره به سوداګرو او نورو عامو خلکو ته د تګ راتګ او وېزې چارې اسانه او ستونزې به یې حل شي.

ښاغلي برارد دا هم و ویل، چې د دې تړون په تر سره کېدو به افغانستان ته نړیوالې الوتکې هم پیل شي.

د دغه تړون له مخې د افغانستان د څلورو سترو هوايي ډګرونو( کابل، کندهار، هرات، او مزارشریف) د تخیکي مدیریت چارې، چې په یادو هېوايي ډګرونو کې به الوتکو ته ټول ځمکني خدمات وړاندې کوي د متحده عربي اماراتو ګلف کمپنۍ ته وسپارل شوې.

په ورته وخت کې د ګلف کمپنۍ مشر رازق اسلم محمد عبدالرزاق و ویل، چې دوی له افغانستان سره کړیو ژمنو ته ژمن دي او په پیل کې به هڅه وکړي، چې د دغه تړون په تر سره کېدو سره افغانستان ته درول شوي نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تړون په لاسلیکېدو سره به لومړی د متحده عربي اماراتو الوتنې افغانستان ته پیل شي او وروسته به د نورو هېوادونو.

د هغه په وینا دوی له تېرو دوه میاشتو راهیسې هڅې کوي، چې نړیوال هوايي شرکتونه بېرته افغانستان ته الوتنې پیل کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150834

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150834/

جمهور
  https://www.jomhornews.com