۸ میاشتو کې له ۱۸ لکه بېوزله افغانانو سره د نقدو پیسو مرسته شوې

3 جوزا 1401 ساعت 14:30

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، تېرو اتلسو میاشتو کې یې اته لکه بې وزله افغانانو سره د نقدو پیسو مرسته کړې ده.


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، تېرو اتلسو میاشتو کې یې اته لکه بې وزله افغانانو سره د نقدو پیسو مرسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغې کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې نن سه شنبې د غبرګولي ۳ مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې اړمنو کسانو پر دې پیسو د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د سرپنا ستونزې حل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150838

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150838/

جمهور
  https://www.jomhornews.com